د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېرو شپږو ميلادي مياشتو كې په ننګرهار كې د بېلابېلو پېښو له كبله له زرو زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې غړي عزيز احمد تسل نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، د دوى د څېړنې له مخې، په ياده موده كې په ننګرهار كې ۳۰۴ ملكي وګړي وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپيان دي.
هغه له حكومته وغوښتل، چې په دغه ولايت كې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هڅې وكړي.
تسل پر ننګرهاريانو غږ وكړ، چې د خپل حق د غوښتنې لپاره دې راپورته شي.
د يادونې وړ ده، چې جلال اباد ښار له يوې مياشتې راهيسې د پرله پسې خونړيو بريدونو او چاودنو شاهد دى، چې په ترڅ كې يې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې پرون په افغانستان کې د تېرې جولاى مياشتې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هم راپور خپور كړ.
په دې راپور كې راغلي، په ياده مياشت كې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


