ads

سروبي كې د افغان ځواكونو يو هليكوپټر بېړنۍ ناسته كړې

د ملي دفاع وزارت د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د يو هليکوپټر د بېړنۍ ناستې په پېښه کې د يو تن د ټپي کېدو خبر ورکوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 زمری 1397
سروبي كې د افغان ځواكونو يو هليكوپټر بېړنۍ ناسته كړې

د ملي دفاع وزارت د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د يو هليکوپټر د بېړنۍ ناستې په پېښه کې د يو تن د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت د وياند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش كليد ته وويل، دغه هليکوپټر د چهار شنبې په ورځ له غرمې وروسته د تخنيکي ستونزې له كبله اړ شو، چې په ياده ولسوالۍ كې بېړنۍ ناسته وکړي.
دى هغه احتمال ردوي، چې ګوندې دا هليکوپټر دې د دښمن په ډزو ويشتل شوى وي.
رادمنش په پېښه كې د هليکوپټر د عملې د يوه غړي ټپي كېدل تاييد كړل.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA