ads

راشد خان د ويسټ انډيز سوداګريزو سياليو كې نه لوبېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان د ويسټ انډيز په سږنيو سوداګريزو سياليو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.
د ويسټ انډيز سوداګريزې سيالۍ څو ورځې وروسته پيلېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 زمری 1397
راشد خان د ويسټ انډيز سوداګريزو سياليو كې نه لوبېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان د ويسټ انډيز په سږنيو سوداګريزو سياليو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.
د ويسټ انډيز سوداګريزې سيالۍ څو ورځې وروسته پيلېږي.
تېر کال راشد خان او بل افغان لوبغاړى محمد نبي په دغو سياليو کې ولوبېدل.
راشد خان ويلي، دى به د کاريبين سياليو پر ځاى د انګلستان په روانو ويټاليټي بلاسټ سياليو کې ولوبېږي.
نوموړى د سَسِېکس لوبډلې غړى دى.
دې لوبډلې هيله څرګنده كړې، چې د راشد خان په تازه پرېکړې سره به يې د بري او پرمختګ چانس نور هم زيات شي.
د سَسِېکس لوبډلې په خبرپاڼه كې راغلي، راشد خان يوازې د اوو لوبو قرارداد کړى و.
نوموړي وروسته په ټولو ۱۴ لوبو كې د لوبېدو غوښتنه كړې، چې د لوبډلې له لوري يې منل شوې ده.
د انګستان ويټاليټي بلاسټ سيالۍ، چې په كې پر راشد خان سربېره دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجيب الرحمن هم لوبېږي، څو اونۍ مخکې پيل شوې او پايلوبه به يې د سپټمبر مياشتې په ۱۴مه نېټه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA