د ملي امنيت د پخواني رئيس اسدالله خالد په مشرۍ نن په كابل كې د اميد صبا په نوم ملي سازمان خپل موجوديت اعلان كړ.
خالد وويل، د هرې هغې هڅې ملاتړ كوي، چې په هېواد كې د سولې د ټينګښت سبب كېږي.
هغه په هېواد کې روان امنيتي وضعيت د جدي اندېښنې وړ وباله او پر ملي يووالي حکومت يې نيوکه وکړه، چې د امنيتي حالت په کابو کولو کې پاتې راغلی دی.
نوموړى په هېواد كې د باعزته او ټولو افغانانو ته د ګټورې سولې غوښتونكى شو.
خالد له اوسني حالته د وتلو يوازينۍ لار رڼې ټاکنې بولي او زياتوي، ټاكنې بايد رڼې او سراسري ترسره شي.
د ملي امنيت دغه پخواني رئيس د ټاكنو لپاره د نومليكونكو كسانو اعلان شوې شمېره ناسمه وبلله او په وينا يې، ښايي دوه ميليونه كسانو هم نومليكنه نه وي كړې.
خالد همدارنګه وويل، د دوى سازمان به د سولې او امنيت لپاره کار کوي او هدف يې هم په هېواد كې د امنيت او سولې ټينګول او په دې برخه كې پراخې هڅې کول دي.


