ads

انګلستان كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تمريناتي كمپ پيل شو

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې سره د درېيو نړيوالو۲۰ اوريزو او درېيو ۵۰ اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف پرون په انګلستان كې تمريناتي کمپ پيل كړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 زمری 1397
انګلستان كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تمريناتي كمپ پيل شو

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې سره د درېيو نړيوالو۲۰ اوريزو او درېيو ۵۰ اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف پرون په انګلستان كې تمريناتي کمپ پيل كړ.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې اګسټ مياشتې په ۱۷مه نېټه ايرلنډ ته لاړه شي.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ يادې لوبې د همدې مياشتې له ۲۰مې تر ۳۱مې نېټې د ايرلنډ په كوربه توب ترسره كېږي.
دا لوبې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو لپاره، چې په انګلستان كې به ترسره شي، د لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې بلل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA