د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، د كابل – ګردېز پر لويه لار د تښتول شوو ملكي وګړو له ډلې يې شپږ تنه له وسله والو طالبانو ژغورلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم كليد ته وويل، طالبانو پرون مازديګر شاوخوا پنځه بجې پر يادې لارې ۲۲ ملكي وګړي تښتولي وو، چې پوليسو په وخت اقدام وكړ او شپږ تنه يې له طالبانو وژغورل.
هغه زياته كړه، د پاتې ملكي وګړو د راخوشې كولو هڅې روانې دي.
د يو تن عيني شاهد په خبره، طالبانو له دوه كرولا، دوه مرسېډيز او دوه مازدا ډوله موټرونو څخه له ۲۰ زيات مسافر ښكته كړل، خو يو كس ترې په تېښته بريالى شو.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ