ads

له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لپاره د كركټ لوبې تمريناتي کمپ پيل شو

د كركټ بورډ له لوري نن په كابل كې د منتخبې لوبډلې د ټاكلو په هدف له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو لپاره تمريناتي كمپ پيل شو.

نویسنده: mayar
9 زمری 1397
له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لپاره د كركټ لوبې تمريناتي کمپ پيل شو

د كركټ بورډ له لوري نن په كابل كې د منتخبې لوبډلې د ټاكلو په هدف له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو لپاره تمريناتي كمپ پيل شو.
کرکټ بورډ په څو پړاوه ازموينو کې له كابل، سپين غر، مس عينك، بُست او بند امير زونونو څخه ۲۷ غوره لوبغاړي وټاکل.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، ياد تمريناتي كمپ به د راتلونكې اګسټ مياشتې تر پايه دوام ولري.
سرچينه وايي، د تمريناتي کمپ هدف په فزيکي، تخنيکي او تکتيکي برخو کې د لوبغاړو د ظرفيت او وړتيا لوړول دي او د کمپ له پاى ته رسېدو سره سم به د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه له دې ډلې غوره لوبغاړي د افغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو منتخبې لوبډلې ته په اسيايي جام سياليو کې د ګډون لپاره اعلان کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA