ads

ننګرهار كې څلورو مياشتو كې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي مسوولين وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې په ننګرهار كې د ځانګړو عملياتو او هوايي بريدونو په مهال د دولت ۱۳۶۱ وسله وال مخالفين وژلي او ۲۹ نور يې ټپيان کړي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
ننګرهار كې څلورو مياشتو كې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي مسوولين وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې په ننګرهار كې د ځانګړو عملياتو او هوايي بريدونو په مهال د دولت ۱۳۶۱ وسله وال مخالفين وژلي او ۲۹ نور يې ټپيان کړي دي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دوهم څارن فريد له کليد سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دې موده كې په دغه ولايت كې ۸۵ ګډ او ځانګړي عمليات او هوايي بريدونه ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې ۷۷۰ تنه شکمن کسان نيول شوي دي.
فريد زياته كړه، دا عمليات يې د اچين، هسکې مېنې، نازيان، خوږياڼي، پچيراګام، غني خېل او بټي کوټ ولسواليو او مركز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې ترسره کړي دي.
د نوموړي په خبره، په ترسره شوو عملياتو کې يې د مخالفينو زيات شمېر درنې او سپکې وسلې او نقليه وسايط هم له منځه وړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، د عملياتو په مهال د داعش او طالب وسله والو يو شمېر مهم پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA