د هلمند د مركز لښكرګاه ښار په مربوطاتو كې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، په دې چاودنه كې، چې د لښكرګاه د دوهمې امنيتي حوزې په قصبې سيمه كې له وړاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې، يوازې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان بيا په دې پېښه كې د يوه پوليس د ټپي كېدو خبره كوي.
د چاودنې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


