ads

لغمان كې لسګونو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

په لغمان کې تېره ورځ له لسګونو ملكي جګړه ځپلو کورنيو سره د څه باندې درې ميليونه افغانيو مرسته وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
لغمان كې لسګونو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

په لغمان کې تېره ورځ له لسګونو ملكي جګړه ځپلو کورنيو سره د څه باندې درې ميليونه افغانيو مرسته وشوه.
د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، د دې ولايت د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسواليو ۷۸ ملکي جګړه ځپلو کورنيو ته، چې په جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا ټپيان شوي وو، نغدې پيسې ووېشل شوې.
هغه زياته كړه، د وژل شوو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ زره او د ټپيانو ته ۵۰ زره افغانۍ وركړل شوې.
د ځواك په وينا، دا مرسته د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رياست د جلا جلا حکمونو پر بنسټ له يادو كورنيو سره وشوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA