ads

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نوي ولايتي كمېشنران معرفي شول

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نوي غړي د دې كمېسيون د مسوولينو له لوري معرفي شول او نن يې د لوړې مراسم پر ځاى كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نوي ولايتي كمېشنران معرفي شول

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نوي غړي د دې كمېسيون د مسوولينو له لوري معرفي شول او نن يې د لوړې مراسم پر ځاى كړل.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني د نوو ولايتي كمېشنرانو په يو ورځني وركشاپ او د لوړې مراسمو كې د خبرو په مهال له هغوى وغوښتل، چې له خپلو وظيفوي صلاحيتونو په ګټې اخيستنې د رڼو ټاكنو د ترسره كولو هڅه وكړي.
هغه همدارنګه له يادو كمېشنرانو غوښتنه وكړه، چې د سياسي او صليقوي مداخلو او همداراز د ټاكنيزو سرغړونو مخه ونيسي.
د روحاني په وينا، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ۱۰۲ نوو كمېشنرانو لوړه وكړه، چې ۳۴ تنه يې ښځې دي.
دى وايي، د كمېسيون ولايتي كمېشنران به سبا خپلو اړوندو ولايتونو ته لاړ شي او رسماً به كار پيل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA