د جلال اباد ښاريان د ښار له امنيتي وضعيت څخه ناخوښه دي او وايي، د دوى ژوند يې تريخ كړى دى.
د دوى په وينا، دا وضعيت د امنيتي مسوولينو د بې غورۍ له كبله ورځ تر بلې خرابېږي.
ښاريان نيوکه کوي او زياتوي، که امنيتي مسوولين امنيت نه شي ساتلى، ولس ته دې ښکاره ځواب ووايي، ځکه که حالت همداسې دوام پيدا کړي، هېڅ خوندي ځاى به پاتې نه شي.
ولايتي اداره بيا امنيتي حالت د هېواد په کچه ترينګلى بولي او وايي، اوسني وضعيت ته په کتو اړتيا ده، چې ټول په ګډه د امنيت راوستو لپاره لاس په کار شي.
والي حيات الله حيات وويل، يوازې په تېرو دوو مياشتو کې له ۷۰ زيات امنيتي مسوولين د وظيفوي غفلت په تور نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ټولو پېښو په تړاو يې څېړنې پيل کړي او هر څوک چې ګرم وبلل شي، د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، روانه مياشت په جلال اباد ښار کې له کوچنيو پېښو پرته په لويو چاودنو او بريدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او نېږدې ۵۰ نور ټپيان دي.
وروستۍ پېښه د قابلو پر روزنيز مركز وسله وال بريد و، چې لږ تر لږه درې تنه په کې ووژل او اته نور ټپيان شول.


