د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ايرلنډ له لوبډلې سره د درېيو نړيوالو۲۰ اوريزو او درېيو ۵۰ اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف د تمريناتي کمپ لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د انګلستان په تمريناتي کمپ کې له برخې اخيستنې وروسته د اګسټ مياشتې په ۱۷مه نېټه ايرلنډ ته لاړه شي.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ يادې لوبې د همدې مياشتې له ۲۰مې تر ۳۱مې نېټې د ايرلنډ په كوربه توب ترسره كېږي.
دا لوبې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو لپاره، چې په انګلستان كې به ترسره شي، د لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


