ads

دوستم له شاوخوا يو نيم كلن ځنډ وروسته جمهور رئيس غني سره وليدل

د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له شاوخوا يو نيم كلن ځنډ وروسته له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وليدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
دوستم له شاوخوا يو نيم كلن ځنډ وروسته جمهور رئيس غني سره وليدل

د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له شاوخوا يو نيم كلن ځنډ وروسته له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وليدل.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دا ليدنه نن له غرمې مخكې د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د جمهور رئيس د دوهم مرستيال سرور دانش په حضور كې ترسره شوه.
سرچينه وايي، په غونډه كې د هېواد د مهمو مسايلو په اړه خبرې او بحث وشو.
دوستم له څه باندې يو كلنې جلا وطنۍ وروسته له ارګ سره د شوې هوكړې پر بنسټ تېره اونۍ له تركيې كابل ته راغى.
جمهوري رياست ويلي، د نوموړي اړوند قضيه لا هم نه ده حل شوې او په اړه به يې څېړنې کېږي.
بايد وويل شي، چې پر دوستم او ساتونکو يې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي د جنسي ځورونې تور لګېدلى دى.
ايشچي وايي، که افغان عدلي او قضايي ادارې د ده دوسيه ونه څېړي، نو دی به خپله دوسيه نړيوالو محکمو ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA