ads

جمهور رئيس غني عمران خان سره ټيليفوني خبرې وكړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ټيليفوني تماس کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او خلکو په استازيتوب يې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
جمهور رئيس غني عمران خان سره ټيليفوني خبرې وكړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ټيليفوني تماس کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او خلکو په استازيتوب يې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، په دې ټيليفوني خبرو کې جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د دوى تمرکز پر تېر نه، بلكې پر روښانه راتلونکي راټول دى او د روښانه راتلونکي لپاره په فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سياسي برخو کې د اړيکو نوى بنيادي اساس ږدي.
ورپسې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تاريخي مشترکاتو ته په اشارې وويل، د دواړو هېوادونو لپاره به په لوړه کچه کار کوي، ترڅو په ټولو برخو کې يې اړيکې بنيادي او پخې شي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې ژر کابل ته سفر ولري او پر يادو مسايلو له نېږدې بحث او خبرې وکړي.
په پاى کې افغان جمهور رئيس عمران خان ته كابل ته د راتګ رسمي بلنه وركړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA