ads

بادغيس كې اووه كلنه ماشومه خپل مېړه وژلې

په بادغيس كې يوه اووه كلنه ماشومه د خپل لوړ عمر لرونكي مېړه له لوري وژل شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، دا ماشومه يو كال وړاندې د خپل پلار لخوا د يو ميليون افغانيو په بدل كې يوه زاړه سړي ته په نكاح شوې وه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 زمری 1397
بادغيس كې اووه كلنه ماشومه خپل مېړه وژلې

په بادغيس كې يوه اووه كلنه ماشومه د خپل لوړ عمر لرونكي مېړه له لوري وژل شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، دا ماشومه يو كال وړاندې د خپل پلار لخوا د يو ميليون افغانيو په بدل كې يوه زاړه سړي ته په نكاح شوې وه.
د نوموړي په خبره، اووه كلنه حاميه تېره شپه خپل مېړه شرف الدين د قادس ولسوالۍ په مربوطاتو كې وژلې ده.
اميني زياته كړه، شرف الدين له پېښې وروسته تښتېدلى، خو د ماشومې پلار د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت سره په ګډه پرون په افغانستان کې په ماشومتوب کې د ودونو په اړه يو بشپړ راپور خپور کړى، چې په تېرو پنځو کلونو کې د ماشومتوب په ودونو کې لس فيصده کموالى ښيي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA