د افغانستان د تنكيو ځوانانو، ځوانانو او زيات عمر لرونکو کسانو د پاورليفټينګ ملي لوبډلو د ټاكنيزو سيالو يوولسمه دوره پرون په کابل کې پيل شوه.
د هېواد د وسپنيزو ځوانانو او پاورليفټينګ فدراسيون تخنيکي مرستيال شاه پور طوطاخېل وايي، په دې سياليو كې له ۱۵ کلبونو ۱۶۰ لوبغاړو ګډون کړى دى.
د نوموړي په خبره، دغه لوبغاړي په نهو وزنونو کې د درېيو ورځو لپاره سيالي کوي.
طوطاخېل زياتوي، له يادو لوبغاړو د پاورليفټينګ د تنكيو ځوانانو، ځوانانو او زيات عمر لونكو كسانو د ملي لوبډلو لپاره ۲۵، ۲۵ كسان ټاكل كېږي.