د کرکټ ملي لوبغاړى محمد شهزاد د چلند قانون د اصولو ماتولو له كبله په يوې نړيوالې ۵۰ اوريزې لوبه کې ګډون نه شي کولى او دغه راز به نوموړى د يوې ۲۰ اوريزې لوبې د فيس ۵۰ فيصده جريمه هم ورکوي.
د كركټ بورډ په خبرپاڼه كې راغلي، محمد شهزاد د غازي امان الله خان جام سياليو تر پايلوبې وروسته، چې د سپين غر او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د ژوندۍ ټلويزيوني خپرونې په مهال لوبڅارونکو ته يو ډول سپکاوى کړى و، په خپلو خبرو كې يې پر لوبڅارونکو نيوکه کړې وه او هغوى يې د لوبې نه ګټلو له كبله يو ډول پړه بللي وو.
د كركټ بورډ د پرېکړې پر بنسټ، ياد افغان لوبغاړى به د ايرلنډ په وړاندې د كركټ په لومړنۍ ۵۰ اوريزه لوبه كې، چې د راتلونكې اګسټ مياشتې په ۲۷مه نېټه ترسره کېږي، ګډون ونه شي کولى.
محمد شهزاد په غازي امان الله خان جام كركټ سياليو كې د سپين غر لوبډلې لوبډلمشر و، چې لوبډله يې وړمه ورځ په پايلوبه کې له بُست لوبډلې سره مخ شوه او ماتې يې وخوړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


