ads

د زونونو په کچه د معلولينو د پنځو لوبډلو ترمنځ ۲۰ اوريزې لوبې پيل شوې

د افغانستان د پنځو زونونو د معلولو لوبغاړو تر منځ پرون په کابل کې د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.

نویسنده: mayar
7 زمری 1397
د زونونو په کچه د معلولينو د پنځو لوبډلو ترمنځ ۲۰ اوريزې لوبې پيل شوې

د افغانستان د پنځو زونونو د معلولو لوبغاړو تر منځ پرون په کابل کې د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څه موده وړاندې د معلولينو د کورني کرکټ سياليو د ترسره کېدو په هدف د پنځو زونونو په کچه د معلولو لوبغاړو د غوراوي ازموينه واخيستل شوه چې پکې له هر زون تکړه او با استعداده معلول لوبغاړي غوره شول.
دغه لوبې د روان زېږديز کال د جولای په ۲۸ مه پيل او د اګست مياشتې ‏په ۴ مه پای ته رسېږي، د يادولو ده چې يادې لوبې د کرکټ بورډ او په افغانستان کې د يونيسف ادارې په ګډه همکارۍ ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA