د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ سياليو پايلوبه کې تېره ورځ بُست زون سپين غر زون ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
د هېواد د مرکز او پنځو زونونو په ګډون د كركټ دا يو ورځنۍ سيالۍ څه موده مخکې پيل شوې وې او پرون په کابل کې د بُست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پايلوبې پچه بُست لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
سپين غر لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۰ منډې وکړې، خو بُست لوبډلې وركړل شوى هدف د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او د سياليو اتلولي يې وګټله.
د بُست لوبډلې لوبغاړى منير احمد، چې ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې يې وكړې، د پايلوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
رياض حسن د لوبو غوره ځوان استعداد وپېژندل شو، غوره توپ اچوونکى نجات مسعود ونومول شو، سميع الله شينوارى، چې په ټوليز ډول يې ۳۹۸ منډې کړې وې، د سياليو غوره توپ وهونکى وټاکل شو، د سياليو تر ټولو غوره لوبغاړى بيا شرف الدين اشرف اعلان شو.
نوموړي په دې لوبو كې ۱۲ وېکټې واخيستې او ۱۴۱ منډې يې وکړې.


