د هرات سيمهييز مسوولين له وسله والو طالبانو سره په شينډنډ ولسوالۍ کې د نښتې خبر ورکوي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد له کليد سره په خبرو کې وويل، له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې نږدې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه دا نښته پرون مازديګر د دغه ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده، چې پکې ۵ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په خبره په دغه نښته کې دوه امنيتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
شينډنډ د هرات يو له نا امنه ولسواليو ده چې ډېر کله پکې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې رامنځته کيږي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله پدې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


