ads

د وچکالۍ د ستونزې حل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی

جمهور رييس غني وايي، تر راتلونکو درې مياشتو پورې په زيانمنو ولايتونو کې د وچکالۍ ستونزې د ختمولو لپاره هر اړخيز ګامونه واخيستل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 زمری 1397
د وچکالۍ د ستونزې حل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی

جمهور رييس غني وايي، تر راتلونکو درې مياشتو پورې په زيانمنو ولايتونو کې د وچکالۍ ستونزې د ختمولو لپاره هر اړخيز ګامونه واخيستل شي.
جمهور رييس محمد اشرف غني پرون بادغيس ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د ولايتي شورا له رئيس او غړو سره وکتل.
د دغه ولايت د ولايتي شورا مسوولينو ياد ولايت ته د جمهور رييس له سفر مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د وچکالۍ، د ښوونکو کمښت، د روغتيايي وضعيت د ښه والي، بيځايه شويو، د قيصارلامان سړک د کار چټکتيا او د جامع جومات د بيارغاونې په شمول د ستونزو او وضعيت په اړه خبرې وکړې دوی په عدلي او قضايي بنسټونو کې د اصلاحاتو له بهير او د اداري اصلاحاتو له لارې د افرادو له ګومارنې ملاتړ وکړ.
جمهوررئيس د قلعه نو د سب سټيشن د پرانيستې په خاطر د بادغيس خلکو ته مبارکي ورکړه او له هغوی څخه يې مننه وکړه چې خپل نظريات او وړانديزونه يې ورسره شريک کړل.
نوموړي زياته کړه، په معارف کې به د پوهنې په برخه کې د مسلکي ښوونکو د ګومارنې او د ښوونځيو د جوړولو په شمول د بادغيس وضعيت ته پاملرنه وشي.
جمهوررئيس وويل د حکومت لومړيتوب په زيانمنو ولايتونو کې د وچکالۍ د ستونزې ختمول دي او تر راتلونکو درې مياشتو پورې به په دې برخه کې هر اړخيز ګامونه پورته شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA