ads

د ملي یووالي حکومت د سلاکارانو شمېر کم شوی

د کلید ګروپ یو څېړنیز راپور ښیي چې د ملي یووالي حکومت پر مهال په یو شمېر وزارتونو کې د سلاکارانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
له بل لوري د کابينې یو شمېر پخواني چارواکي بیا ادعا لري چې جمهوري ریاست او نورو اړوندو ادارو دغه سلاکاران د تخصص پر بنسټ نهدي ټاکلي، بلکې د دوی په وسیله د وزارتونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

نویسنده: mayar
3 زمری 1397
د ملي یووالي حکومت د سلاکارانو شمېر کم شوی

د کلید ګروپ یو څېړنیز راپور ښیي چې د ملي یووالي حکومت پر مهال په یو شمېر وزارتونو کې د سلاکارانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
له بل لوري د کابينې یو شمېر پخواني چارواکي بیا ادعا لري چې جمهوري ریاست او نورو اړوندو ادارو دغه سلاکاران د تخصص پر بنسټ نهدي ټاکلي، بلکې د دوی په وسیله د وزارتونو په چارو کې لاسوهنه کوي.
د کليد ګروپ د معلوماتو له مخې تېر کال یوازې په پوهنې وزارت کې ۶۰۰تنه سلاکاران په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت وو، خو د اقتصاد وزارت تازه معلومات بیا ښيي چې اوس په ټولو حکومتي ادارو کې ۱۳۱تنه د سلاکارانو په توګه دنده اجرا کوي چې له دوی سره ثبت او راجسترهم دي.
بل خوا د هغو معلوماتو پر اساس چې کلیدګروپ له ۱۵وزارتونو څخه د مرکو په ترڅ کې راغونډ کړي، ښیي چې د داخل خدمت سلاکارانو ترڅنګ نور سلاکاران هم شته چې شمېر یې ۲۲۵تنو ته رسېږي. دا سلاکاران د اداري اصلاحاتو کمسيون په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ په یاد شمېر وزارتونو کې په دندو ګمارل شوي چې له اقتصاد وزارت سره ثبت نهدي. کلید دغه څېړنې په پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، سرحدونو او قبایلو چارو، کور او ښار جوړونې، د کلیو پراختیا، مخابراتو، کانونو، ټرانسپورټ، کرنې، بهرنیو چارو، اقتصاد، لوړو زدهکړو، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ کې ترسره کړې دي. دغه معلومات ښیي چې په یادو ادارو کې ۲۵۷ تنه سلاکاران په دندو بوخت دي او د معاشونو کچه یې له ۶۰ تر ۱۷۷ زره افغانیو پورې رسېږي. د معلوماتو له مخې په یادو وزارتونو کې له دغه شمېر سلاکارانو څخه یوازې ۳۲تنه یې په رسمي توګه د اقتصاد له وزارت سره ثبت دي. د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، له دوی سره یوازې هغه سلاکاران ثبت دي چې د وزارتونو په وړانديز او د دغه وزارت په منظورۍ په اړوندو وزارتونو کې په دندو ګمارل شوي دي. د دوی د معلوماتو له مخې په وزارتونو کې نور سلاکاران هم شته خو څرنګه چې د هغوی امتیازات د اړوندو وزارتونو له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي؛ نو ځکه له دوی سره ثبت نه دي.

تخصص ته نه پاملرنه
د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي وایي، په وزارتونو کې سلاکاران د اړیکو پر بنسټ په دندو ګمارل کېږي او د جمهوري ریاست لارښوونې د دوی په وسیله پر مخ وړل کېږي نه د ټاکل شویو وزیرانو له لوري. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي وایي، جمهوري ریاست په وزارتونو کې د سلاکارانو په ګمارلو سره غواړي، خپلې لارښوونې د دوی په وسیله پلې کړي: «د دغو کسانو تخصص ته زیاته پاملرنه نه کېږي.» د نوموړي په خبره دا کړنې نه یوازې د چارو د ښه سمبالښت مخه نیسي، بلکې د دسیسه جوړونې سیستم هم ورسره پیاوړی کېږي: «د سلاکارانو دا ډول استخدام اداره له یو تنظیموونکي بنسټ څخه په دسیسهجوړوونکي بنسټ بدلوي.»
په ورته وخت کې د حامد کرزي په مشرۍ د کابینې یو پخوانی چارواکی وایي، د دوی په دوره کې سلاکاران د وزارتونو له لوري جمهوري ریاست ته وړاندیز کېدل او د هغوی په منظورۍ په وزارتونو کې په دندو ګمارل کېدل، خو دا چاره د ملي یووالي په حکومت کې بیخي بل ډول ده. له نشهيي توکو سره د مبارزې پخوانی وزیر دین محمد مبارز راشدي وایي: «جمهوري ریاست په خپله وزارتونو ته سلاکاران استخداموي.» که څه هم راشدي د متخصصو کسانو نه ګمارنه همېشنۍ ستونزه یادوي، خو وایي: «هغه کسان چې زما د وزارت پرمهال د سلاکارانو په حیث په دندو ګمارل شوي وو، ټول کارپوه او مسلکي کسان وو.» په همدې حال کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي: «هغه وزیران چې اوس نیوکه کوي، دوی چې کله په واک کې وو، ولې یې خپل غږ نه پورته کاوه.» د نوموړي په خبره سلاکاران هېڅ اجرائیوي صلاحیت نهلري، فقط مشورې ورکوي او د دې لهپاره ګمارل شوي چې په ټولو ادارو کې چارې په همغږۍ ترسره شي.

د سلاکارانو کمښت
د کلیدګروپ موندنې ښيي چې د پوهنې وزارت د سلاکارانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د پوهنې پخواني وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي له کلید سره په خبرو کې ویلي چې په تېر ۱۳۹۶لمریز کال کې په دغه وزارت کې ۶۰۰ تنه سلاکاران په دندو بوخت وو: «هغه مهال نړیوال بانک له موږ غوښتي وو چې دغه شمېره ۱۰۰تنو ته راټیټه کړو.» خو نوې موندنې ښي چې دا شمېره اوسمهال ۱۵تنو ته راټیټه شوې ده. د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وايي چې په دغه وزارت کې دوه ډوله سلاکاران په دندو ګمارل شوي چې داخل خدمت او انکشافي سلاکاران بلل کیږي: « داخل خدمت سلاکاران د جمهوري ریاست په حکم او د اداري اصلاحاتو کمسیون له لوري استخدام شوي دي.» د نوموړي په خبره، دغه کسان په دویم او له دې په لوړو بستونو کې د وزیر شاوخوا په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي.
حقمل زیاتوي، بله ډله انکشافي سلاکاران دي چې شمېر يې ۸ تنو ته رسېږي او ډېره برخه يې د پوهنې په برخه کې فعال دي: «د نوي تعلیمي نصاب په برخه کې مرسته، له ډونرانو سره اړیکې، په حسابونو کې د شفافیت، د پوهنې لهپاره د اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونو په جوړولو او نورو برخو کې له موږ سره په دندو بوخت دي.» د حقمل په خبره د دوی د کارونو کړنلاره د وزارت له لوري جوړېږي او د اداري اصلاحاتو کمسيون تر تایید وروسته دوی ته ورکول کېږي. حقمل وایي، انکشافي سلاکاران د اړتيا پر بنسټ په بالمقطع ډول استخدامېږي او دایمي قرارداد نه لري.
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسوولینو په خبره په دغه وزارت کې ۷تنه د سلاکارانو په توګه دندې ترسره کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وایي: «زموږ په وزارت کې د سلاکارانو یو بورډ موجود دی چې په مختلفو برخو کې په دندو بوخت دي.» نوموړی وایي، هغه چارې چې سلاکاران یې په ورځنۍ کچه ترسره کولای شي، لایحه یې د همدغه بورډ له لوري د یاد وزارت له نورو مسوولینو سره په همغږۍ جوړه شوې ده.
همدارنګه هغه اسناد چې د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت څخه ترلاسه شوي دي، ښيي چې په دغه وزارت کې په حقوقي، ټولنیزو- فرهنګي او د قومي ستونزو د حل و فصل په برخو کې۹تنه سلاکاران دندې اجرا کوي.
په ورته وخت کې د کور او ښار جوړونې وزارت مسوولین وايي چې په دغه وزارت کې د سلاکارۍ درې ډیپارټمنټونه(عمومي، حقوقي او تخنیکي) موجود دي. د دغه وزارت ویانده نیلوفر لنګر وایي: «یو تن په تخنیکي برخه کې او یوه مېرمن نوې وړاندیز شوې چې په حقوقي برخو کې د سلاکارانو په توګه دندې اجرا کوي.» د نوموړې په خبره د عمومي سلاکارۍ د چوکۍ سرپرست په دې وروستیو کې استعفا کړې او دغه بست خالي دی. د لنګر په خبره دغه کسان د سي بي ار پروسې له لارې ټاکل شوي او معاشونه یې هم د ان ټي اې لایحې مطابق ورکول کېږي.
په ورته مهال د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وایي، په دغه وزارت کې ۱۱تنه سلاکاران په دندو بوخت دي چې له دې ډلې دوه تنه یې بهرنیان دي. د دغه وزارت د عامه اړیکو مشر محمد داوود نعیمي وایي: «د داخلي سلاکارانو له ډلې ۳تنه یې د ملکي خدمتونو کمسیون له لوري په دندو ګمارل شوي او ۶نور د مختلفو پروژو له لارې ورپېژندل شوي چې د وزارت د لایحې پر بنسټ خپلې چارې مخته وړي.» د نعیمي په خبره، په دغه وزارت کې دوه تنه بهرني سلاکاران هم شته چې د برنامهجوړونې په برخه کې چارواکو ته سلامشورې ورکوي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ویاند دفتر له لوري د برېښنالیک له لارې له کلید سره شریک شوي دي، راغلي چې په دغه وزارت کې ۵ تنه د سلاکارانو په توګه دندې اجرا کوي. دا سلاکاران په حقوقي، مالي او بشري، تفتیش، کنټرول او تدارکاتو برخو کې دندې اجرا کوي.
په همدې حال کې د ټرانسپورټ وزارت مسوولین وایي چې له دوی سره فقط ۳ تنه د سلاکارانو په توګه دندې اجرا کوي چې د ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګمارل شوي. د دغه وزارت ویاند حکمتالله قوانچ وایي: « په دویم بست کې دندې اجرا کوي.» د نوموړي په خبره په دغه وزارت کې د سلاکارانو کاري مؤثریت زیات دی او تر لویه بریده په مالي-اداري، حقوقي او فرهنګي چارو کې سلامشورې ورکوي.
په ورته وخت کې د کانونو وزارت مسوولین وایي، په دغه وزارت کې کابو ۱۹۳تنه سلاکاران دندې اجرا کوي. د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د ۱۳۹۶لمریز کال د لیندۍ په ۱۴مه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په دغه وزارت کې ډېر کسان د سلاکارانو په توګه دندې اجرا کوې، څو چارې په ښه توګه سمبال شي.
بلخوا هغه معلومات چې د کرنې وزارت مسوولینو د کلیدګروپ په اختیار کې ورکړي، ښيي چې دغلته ۷ تنه د سلاکارانو په صفت دندې لري. دا سلاکاران تر ډېره په مسلکي، زعفرانو، مالدارۍ او ولایتي چارو کې سلامشورې ورکوي. د وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا سلاکاران هره میاشت له ۶۰ تر ۱۷۷زره افغانیو معاشونه اخلي.
د عدليې وزارت مسوولین بیا وايي چې په دغه وزارت کې د سلاکارۍ ۵بستونه موجود دي، خو څوک لا نه دي ګمارل شوي. د عدلیې وزارت د ویاند امان ریاضت په خبره، دغه بستونه اداري او د پالیسۍ مشاوريت، تقنیني مشاوريت، دوه حقوقي مشاوريتونه او د قضایای دولت په چارو کې د مشاوريت بستونه دي: « دا مهال فقط ۳تنه په بالمقطع توګه د سلاکارانو په توګه په کار بوخت دي چې د جمهوري ریاست په مستقیمه لارښوونه ګمارل شوي دي.» د دغه وزارت ویاند همداراز وايي چې په دغه وزارت کې ځینې نور کسان د همکارو مؤسسو له لوري د سلاکارانو په توګه ګمارل شوي چې د اړوندو مؤسسو کاري لایحه مخته وړي او معاشونه هم هغوی ورکوي.
په اقتصاد وزارت کې بیا ۲۰ تنه د سلاکارانو په توګه په کار بوخت دي. او د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې له دوی سره فقط ۵تنه د سلاکارانو په توګه دنده اجرا کوي. مسوولین وايي چې له دې ډلې د څارنوالۍ په تشکیل کې د سلاکارۍ ۳بستونه موجود دي او دوه نور بستونه د سي بي ار پروسې اړوند دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وایي: « لویه څارنوالي په خپل تشکیل کې په ملي چارو کې دوه او په نړیوالو چارو کې د سلاکارۍ یو بست لري. دوه نور بستونه د اداري اصلاحاتو له لوري په حقوقي او د عامه اړیکو په برخه کې په تشکیل کې ورزیات شوي دي.»
د لوړو زدهکړو او سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو مسوولین بیا وايي چې دوی په خپلو اړوندو وزارتونو کې سلاکاران نهلري. کلید هڅه وکړه چې د ټولو وزارتونو د سلاکارانو په اړه معلومات راټول او له تاسو درنو لوستونکو سره یې شریک کړي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ځینو وزارتونو له ژمنو سره سره له موږ سره د معلوماتو په شریکولو کې مرسته ونهکړه.

د سلاکارانو مؤثریت
که څه هم د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د سلاکارانو مؤثریت تر پوښتنې راولي، خو د کومو حکومتي ادارو له مسوولینو سره چې کلید خبرې کړې دي، له خپلو سلاکارانو راضي برېښي. دوی وايي چې د سلاکارانو سلامشورې د دوی د اړوندو ادارو لهپاره اغېزناکې تمامې شوې دي. اقتصاد وزارت هم د دې ټکي پخلی کوي. د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وايي چې د هر کال په وروستیو کې د دغو سلاکارانو د کارونو ارزونه کېږي او پايلې يې له اقتصاد وزارت سره شريکېږي: «که پایلې مثبتې وي بیا ورسره قرارداد کېږي.» د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل هم وایي، سلاکارانو تر دې مهاله په دغه وزارت کې ډېر ښه رول ادا کړی او دغه وزارت یې له چارو خوښ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA