په کوېټه کې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۹ تنه ووژل

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د امنيت لپاره د سلګونو زرو امنيتي سرتېرو له ګومارلو سره سره نن سهار د دغه هېواد د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه کې ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.