په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د امنيت لپاره د سلګونو زرو امنيتي سرتېرو له ګومارلو سره سره نن سهار د دغه هېواد د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه کې ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
راپورونه وايي، ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د راى ورکولو يوه مرکز ته دننه شي، خو د امنيتي ځواکونو لخوا تر پېژندلو وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د درېيو پوليسو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۵ نور ټپيان دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو د ټاکنيزو کمپاينونو په مهال هم بېلابېلو بريدونو د ځينو کانديدانو په ګډون يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

