تحليل او ليدلوری

598
۳ زمری ۱۳۹۷
لیکونکی: شفیق اندړ

د سولې یو نوی امید


نیویارک ټایمز او یوې بلې معتبرې ورځپاڼې سیډني مارنینګ هیرالډ راپور ورکړی چې د جمهور رئیس ټرامپ ادارې له طالبانو سره د امریکا د مستقیمو مذاکراتو اراده کړې ده. طالبانو په بار بار ویلي چې د افغانستان د ستونزې په اړه له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره خبرو ته تیار دي. د طالبانو په دې دریځ باندې په افغانستان کې سختې نیوکې شوې دي. د ځینو کسانو په نظر د طالبانو دا غوښتنه د افغانستان له حکومته د انکار معنا لري او له حکومته انکار د جنګ د ادامې سبب کېږي. یعنې لکه څنګه چې له طالبانو څخه انکار د جنګ اور بل وساته، دغه راز له افغان حکومته انکار هم د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.
خو د طالبانو د دې غوښتنې په نه مخالفت کې استدلال کېږي چې طالبان په دوو دلیلونو مجبور دي، څو له امریکا سره په مستقیمو خبرو اترو ټینګار وکړي: یو په دې دلیل چې دوی خپل جنګ له امریکا سره ګڼي؛ نو که له افغان لوري سره د ستونزې اوارولو ته کېني، خپل جنګ به یې بېدلیله کړی وي. دوی چې د امریکا حضور ته د اشغال په سترګه ګوري او د جنګ اصلي علت یې ګڼي، طبعاً باید له امریکا سره په خبرو ټینګار وکړي. د طالبانو د ټینګار بل دلیل دا دی چې امریکا یو نړیوال طاقت دی او طالبان او بل هر څوک یې په ژمنه باندې لا زیات باور کولای شي.
که څه هم په افغانستان کې به د امریکا دغه نوې فیصله په ځینو کسانو ښه ونهلګېږي، خو د افغانستان لوی خیر باید زموږ ټولو هدف وي. مهمه دا ده چې تر وسې وسې لږ افغانان ومري او تر وسه وسه د افغانستان د تباه کېدلو مخه ونیول شي. افغانان که سولې او ارام ژوند ته رسېږي، هغه که په هر ډول خبرو کې وي، د افغانستان په ګټه ده.
که څه هم د لویدیځ د معتبرو ورځپاڼو راپورونه تر ډېره حده دقیق وي او اوس په دې خبره کې چندان شک نهشو کولای چې امریکا له طالبانو سره د مستقیمو خبرو په فکر کې ده، خو بیا هم دا معلومه نهده چې دا خبرې به څه وخت پیلېږي؟ د افغانستان او افغانانو خیر په دې کې دی چې دا خبرې ژر تر ژره پیل شي. په روان جنګ کې امریکا تقریباً هیڅ صدمه نهویني. د امریکایي عسکرو د تلفاتو شمېر که صفر نهدی؛ نو صفر ته خو نژدې دی او په دومره کم تعداد تلفات خو په عادي ژوند کې هم ممکن دي.
د روان جنګ اصلي تاوان افغانان کوي او په همدې وجه پکار ده چې ځنډ په کې رانه شي. دغه راز طالبانو ته هم پکار ده چې د دغو خبرو لهپاره منظمه او دقیقه اجنډا ولري او د جنګ د ختمولو لهپاره خبرې یې مخلصانه وي.
په نړۍ کې د لانجو د ختمولو لپاره د مذاکراتو تجربې ښیي چې کله نا کله په وړه خبره باندې د سولې پروسه په میاشتو او کلونو ځنډېدلې ده. په دې پروسه کې د یوې ورځې ځنډ هم د ګڼو افغان کورنیو د تباهۍ باعث ګرځي او ځکه خو په مذاکراتو کې اخلاص او جدیت پکار دی.
د ناټو په وروستۍ غونډه کې فیصله شوې چې له افغانستان سره به امنیتي مرستې تر شپږو نورو کلونو ادامه مومي او د افغانستان کماندو ځواکونه او هوایي قواوې به په خاص ډول تقویه کېږي. د دې فیصلې څرګنده معنا دا ده چې که طالبان جګړې ته ادامه ورکوي؛ نو ناټو په کلونو کلونو دې ته تیاره ده چې د دوی مخه ونیسي.
په داسې شرایطو کې نه یوازې د افغانستان او عامو افغانانو لهپاره، بلکې د طالب لهپاره هم دا په ګټه ده چې د ستونزو د حل لهپاره د مذاکراتو کامیابۍ ته ژمن واوسي.
له طالبانو سره د مخامخ خبرو لهپاره د امریکا چمتووالی د سولې په لور یو بل فرصت او یو بل چانس دی چې توقع ده، د ایران او پاکستان د ګټو یا د ځینو هغو کسانو د ګټو ښکار نهشي چې د افغانستان په بربادۍ او تباهۍ کې خپلې شخصي ګټې ویني.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *