ads

افغان کرکټ بورډ له ايرلنډ سره د كركټ سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ نن د ايرلنډ په وړاندې د درېيو نړيوالو ۲۰ اوريزو او درېيو نړيوالو يو ورځنيو سيالو لپاره ملي لوبډلې اعلان كړې.

نویسنده: mayar
3 زمری 1397
افغان کرکټ بورډ له ايرلنډ سره د كركټ سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ نن د ايرلنډ په وړاندې د درېيو نړيوالو ۲۰ اوريزو او درېيو نړيوالو يو ورځنيو سيالو لپاره ملي لوبډلې اعلان كړې.
د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې سره د نړيوالو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره ۱۴ کسيزه افغان لوبډله كې محمد شهزاد، عثمان غني، حضرت الله ځاځى، سميع الله شينوارى، اصغر ستانکزى، محمد نبي، شفيق الله شفق، نجيب ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب ځدراڼ، ميرويس اشرف، افتاب عالم او فريد ملک شامل دي.
محمد شهزاد، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزى، سميع الله شينوارى، حشمت الله شاهدي، نجيب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، مجيب ځدراڼ، افتاب عالم، سيد احمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند د يادو نړيوالو يو ورځنيو لوبو لپاره د ټاكل شوې لوبډلې غړي دي.
دا لوبې د راتلونكې اګسټ مياشتې له ۲۰مې تر ۳۱ نېټې په ايرلنډ كې ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA