slideshow

۱ زمری ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په لغمان كې د مېرمنو لپاره د سوداګريز کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه


د لغمان د مرکز مهترلام اړوند په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې نن د څه باندې دوه ويشت نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د مېرمنو د سوداګريز کمپلېکس د بنسټ ډبره كېښودل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواك وايي، دغه سوداګريز کمپلېکس به، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مالي ملاتړ په پينځه جريبه ځمکه کې جوړېږي، څلور سوداګريز مارکېټونه، ۲۴ دوكانونه، شنې سيمې، کانټين، د ماشومانو د لوبو ځايونه او نور ټول ضروري محلقات ولري، چې چارې به يې په ۱۸ مياشتو كې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د لغمان د ښځو چارو رئيسې نسيمه شفيق سادات او د ولايتي شورا غړې راضيه نيازۍ ياد سوداګريز کمپلېکس د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ په برخه كې يو ستر پرمختګ او اړين ضرورت په ګوته کړ او خوښي يې څرګنده کړه، چې ولايتي اداره د مېرمنو د توانمند کولو لپاره قوي هوډ او اراده لري.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *