روسيې له امريكا د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه وكړه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په مهال د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه كړې ده.
دغه روسۍ ښځه په متحدو ايالتونو كې د جاسوسۍ په تور نيول شوې ده.