ads

روسيې له امريكا د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه وكړه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په مهال د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه كړې ده.
دغه روسۍ ښځه په متحدو ايالتونو كې د جاسوسۍ په تور نيول شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 چنګاښ 1397
روسيې له امريكا د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه وكړه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په مهال د ماريا بوتينا د ژر خوشې كولو غوښتنه كړې ده.
دغه روسۍ ښځه په متحدو ايالتونو كې د جاسوسۍ په تور نيول شوې ده.
سرګي لاوروف له مايك پمپيو سره د ټيليفوني خبرو په ترڅ كې پر مېرمن بوتينا لګول شوى تور جعلي او د نه منلو وړ بللى دى.
نوموړې ۲۹ كلنه روسۍ ښځه د خپل هېواد لپاره په پټ ماموريت او د امريكا په ضد په توطيې تورنه شوې ده.
كه په محكمه كې پرې لګول شوي تورونه ثابت شي، نو ښايي مېرمن بوتينا په لس كلن بند محكومه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA