ننګرهار كې د يوه ښوونځي د سوځولو ناكامه هڅه شوې

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ كې تېره شپه نامعلومو وسله والو يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نامعلومو وسله والو د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې سيمې د نجونو لېسې ته اور ورته كړى، چې له اورلګېدنې سره سم پوليس سيمې ته رسېدلي او اور يې مړ کړى دى.