چپرهار کې شپږ کلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ کلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
په ختيځ كې د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي کليد ته وويل، په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د پيل شوو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې غلام ډاګ، تريلي، ګزک،اغزو، لندن او توحيد اباد کلي په بشپړ ډول د داعشيانو له شتونه پاک کړي دي.