هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، دا ټرافيكي پېښه تېر ماخوستن د ګرشك ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سراچه او فيلډر موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.