امريكا د سولې خبرو په تړاو پر خپل پخواني دريځ ټينګار وكړ

د امريکا د بهرنو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وي.
د دې وزارت وياندې هيدر ناورټ د دوشنبې په ورځ دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د هغه راپور په غبرګون كې وكړه، چې په كې ويل شوي، د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، چې له افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو د پيل لپاره اقدامات وکړي.