د امريکا د بهرنو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وي.
د دې وزارت وياندې هيدر ناورټ د دوشنبې په ورځ دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د هغه راپور په غبرګون كې وكړه، چې په كې ويل شوي، د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، چې له افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو د پيل لپاره اقدامات وکړي.
د هغې په وينا، امريكا د افغانستان له حکومت سره په دغه هېواد کې د سولې بهير د پرمختگ لپاره هره لاره چاره ارزوي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور خپرېدو په افغانستان کې دننه او بهر بحثونه وپارول.
د ياد راپور له خپرېدو وروسته د سولې عالي شورا په مشروط ډول د دې اقدام هرکلى وکړ او زياته يې كړه، بايد له طالبانو سره هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وي.
د دغې شورا وياند سيد احسان طاهري وويل، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امريکا وروستي اقدامات به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او دغه پروسه به ګړندۍ کړي.


