په اروزګان كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ګډو هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لېوا وياند جان خان نصرتي کليد ته وويل، دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د مركز ترينكوټ او دهراوود ولسوالۍ د لارې په اوږدو كې ترسره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، د عملياتو په ترڅ كې د دوو مشهورو قوماندانانو مولوي مزمل او مولوي سليم په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د نصرتي په وينا، د عملياتو په مهال شاوخوا ۱۵۰ كړۍ ماينونه هم كشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.


