د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې اورلګېدنې د يو ماشوم په ګډون ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د والي وياند عطاءالله خوګياڼي کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار پنځمې حوزې اړوند کابل هډې پول ته څېرمه د ګاز ډبو په يوې هټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې په پايله کې يو ماشوم مړ شوی او د هټيوال په ګډون دوه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
خوګياڼی وايي، اورلګيدنه د ګاز ډبو په هټۍ کې د هټيوال د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې.
د والي وياند وايي که څه هم د اور وژنې ډله پر وخت سيمې ته رسيدلې وه او اور يې مړ کړ، خو مرګ ژوبله د ګازډبو د چاودنې له کبله رامنځته شوه.
نوموړی وايي ټپيان يې روغتون ته ليږدولي او په وينا يې چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
خوګياڼي وايي، اور لګېدنې مالي زيانونه هم رامنځته کړي دي، خو د کچې په تړاو يې تر اوسه معلومات نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


