ads

چارواکي: د ارزګان چهارچينو ولسوالي طالبانو محاصره کړې

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ ځايي چارواکې وايي، دغه ولسوالي له تېر يوه کال راهيسې وسله‌والو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 چنګاښ 1397
چارواکي: د ارزګان چهارچينو ولسوالي طالبانو محاصره کړې

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ ځايي چارواکې وايي، دغه ولسوالي له تېر يوه کال راهيسې وسله‌والو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د دغه ولسوالۍ ولسوال محمد کریم کريمي کليد ته وويل، د ولسوالۍ نیم بازار د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دی او دوی د ملي اردو په کمپ کې دي.
نوموړی وايي، په دغه ولسوالۍ کې د دولت تر ولکې لاندې سیمه کې ښوونځي، روغتیايي مرکز او هېڅ دولتي اداره شتون نه لري.
د دې ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان پای محمد هم وايي، چې ياده ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له لوري محاصره شوې او دوی د مهماتو او خوراکي توکو له کمي سره مخ دي.
نوموړی وايي، که دولت ورته پاملرنه ونه کړي پاتې سيمې به هم وسله‌وال طالبان ونيسي.
خو د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزی بیا دا نه مني چې یاده ولسوالي دې وسله‌والو طالبانو محاصره کړې وي.
نوموړی وايي، د ولسوالۍ يو شمېر سيمې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي، خو دوی پلان لري چې ډېر ژر په دغه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف عمليات پيل کړي.
ارزګان شپږ ولسوالۍ لري او دا مهال يې د ټولو لارې له مرکز ترينکوټ سره تړلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA