ads

ولسي جرګه فارياب ته پلاوی لېږي

ولسي جرګه غواړي فارياب ته يو پلاوى ولېږي، ترڅو د لاريون كوونكو د غوښتنو او ادعاوو په اړه څېړنې وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 چنګاښ 1397
ولسي جرګه فارياب ته پلاوی لېږي

ولسي جرګه غواړي فارياب ته يو پلاوى ولېږي، ترڅو د لاريون كوونكو د غوښتنو او ادعاوو په اړه څېړنې وكړي.
شاوخوا يوه نيمه اونۍ وړاندې حكومت د فارياب د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري د خلكو د ځورولو او امنيتي ځواكونو ته د ګواښ كولو په تور ونيوه.
وروسته په فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو كې د قيصاري د خوشې كولو په تړاو لاريونونه پيل شول.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، دا چې ولسي جرګه ښه قضاوت وكړى شي، نو د فارياب د استازو په ګډون د يادې جرګې د دوو امنيتي كمېسيونونو غړي بايد دغه ولايت ته لاړ شي او د اړوندې موضوع په تړاو څېړنې وكړي>
ويل كېږي، چې له قيصاري وروسته رحيم الله په اروزګان، محمد داود په فراه او نادرشاه په بدخشان كې ونيول شول، چې ټول په غيرې قانوني كړنو او د عامو خلكو په ځورولو تورن وو، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA