جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناروې لومړۍ وزيرې ايرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخيزه همکاريو پراختيا، سيمه ييزو مسايلو، پراختيايي پروژو، امنيت ټينګښت او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د ناروې لومړۍ وزيرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ وويل، هېواد يې د اوبو مديريت او سولې مذاکراتو په برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
مېرمن سولبرګ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت جدي اقدامات او د اصلاحاتو بهير وستايه او ټينګار يې وکړ، چې هېواد يې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام وركوي.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، د حکومت د رهبرۍ په بېلابېلو برخو او سولې پروسه کې ښځې رول لري او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې به هم ښځو ته مهمه ونډه ورکړل شي.
هغه زياته کړه، دوى غواړي د اوبو مديريت په برخه کې د ناروې له برياليو تجربو ګټه پورته كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

