دويم تعقيب: د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، په مديريت كې څو چاودنې هم شوې دي.
هغه زياته كړه، د پېښې له ځايه تر دا مهاله حوزوي روغتون ته څلور ټپيان لېږدول شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازك دى.
د خوږياڼي په خبره، امنيتي ځواكونه هڅه كوي په مديريت كې بند كسان وژغوري او وسله وال له منځه يوسي.
د عيني شاهدانو په وينا، وسله والو د پوهنې رياست د ښاري مديريت يو شمېر خونو ته اور اچولى دى.
دغه مديريت ته څېرمه د نازو انا نجونو لېسه، استقلال هلکانو لېسه، دارالملعلمين او د شهيد محمد عارف لېسه موجوده ده.
د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې داعش ډلې ښوونځيو او تعليمي ادارو باندې د بريدونو ګواښ کړى و.
لومړی تعقیب: د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد شوى دى.
ولايتي چارواكي وايي، د پېښې له ځايه تر دا مهاله حوزوي روغتون ته شپږ ټپيان لېږدول شوي او جګړه لا هم روانه ده.
د عيني شاهدانو په وينا، په لومړيو كې يې په سيمه كې د دوو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د چارواکو په خبره، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او له وسله والو سره پر جګړې بوخت دي.
د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.


