ads

د ننګرهار بريد کې تر دې مهاله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد کې تراوسه ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 چنګاښ 1397
د ننګرهار بريد کې تر دې مهاله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد کې تراوسه ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، يو شمېر وسله والو نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت بريد وکړ.
دى زياتوي، امنيتي ځواکونو ښاري مديريت ته څېرمه يوه ودانۍ د بريد كوونكو له شتونه پاکه کړې او د پاتې وسله والو د وژلو په هدف عمليات روان دي.
د خوږياڼي په خبره، په پېښه كې تر دا مهاله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
بلخوا د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځايه ورته د درېيو تنو جسدونه او نهه ټپيان وروړل شوي دي.
د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA