په لغمان كې لسګونه ميله بېلابېل ډوله وسلې د ډاياګ يا بې وسلو کولو پروګرام ته وسپارل شوې.
د والي وياند سرحدي ځواک وايي، نن يې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته ۶۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې، چې د لغمان امنيه قوماندانۍ د تېرو ۱۷ مياشتو په جريان کې په مختلفو عملياتو کې ترلاسه کړې وې، وسپارلې.
د ځواك په وينا، په سپارل شوو وسلو او مهماتو كې يو ضرب BM1، ۲۱ ميله کلاشينکوفونه، ۲۲ ميله تومانچې، يو ميل راکټ انداز، يو ميل پيکا او ځينې نورې وسلې او دغه راز د بېلابېلو وسلو مرمۍ، شاجورونه، لاسي بمونه، مخابرې او د جګړې نور وسايل شامل وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


