د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په اروزګان او زابل ولايتونو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال ۲۸ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو وياند محمد صادق احساس كليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په بريدونو او د ترينكوټ – دهراوود لارې د پرانيستلو په عملياتو كې نهه مخالفين وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
احساس زياته كړه، امنيتي ځواكونو د زابل په داى چوپان او ارغنداب ولسواليو كې د اتل ۱۱ عملياتو په مهال ۱۲ مخالفين وژلي او يوه اندازه مهمات يې ترلاسه كړي دي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ۲۱ كړۍ ماينونه هم كشف او خنثى كړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.


