د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په مياګانو سيمه كې د طالبانو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره، د عملياتو په مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.
خوږياڼي زياته كړه، په دغو عملياتو کې د طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د والي وياند وايي، په ترسره شوو عملياتو کې ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


