ads

جلال اباد ښار كې ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې نن سهار نېږدې ۱۰ بجې ځانمرګي بريد د ملي امنيت د دوو كاركوونكو په گډون ۱۰ تنه ووژل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397
جلال اباد ښار كې ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنځم تعقيب – د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې نن سهار نېږدې ۱۰ بجې ځانمرګي بريد د ملي امنيت د دوو كاركوونكو په گډون ۱۲ تنه ووژل.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، يوه پلي ځانمرګي بريد كوونكي د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په فاميليو سيمه كې د پلټنې يوه مرکز ته څېرمه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له كبله يې د ملي امنيت دوه كاركوونكي او ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په بريد كې پنځه تنه ټپيان شوي هم دي، چې درې يې امنيتي منسوبين او دوه ملكي وګړي دي.
د والي د وياند په خبره، په ياد ځانمرګي بريد کې د پېښې د سيمې شاوخوا دوكانونو او ولاړو موټرونو هم اور اخيستى، خو د مالي زيان په اړه يې کره معلومات نه لري.
د بريد مسووليت تر دې مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA