ads

نظام الدين قيصاري د ملي امنيت عمومي رياست ته سپارل شوى

د ملي دفاع وزارت وايي، په فارياب كې د ولسي پاڅونونو په چارو كې د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ځانګړى استازى نظام الدين قيصاري د ملي امنيت عمومي رياست ته سپارل شوى او څېړنې ترې روانې دي.
نوموړى څو ورځې وړاندې د ښكنځلو او په مرګ د سيمه ييزو چارواكو د ګواښلو په تور د ملي اردو د كومانډو ځواكونو له لوري د فارياب په مركز ميمنه كې ونيول او كابل ته ولېږدول شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 چنګاښ 1397

د ملي دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ويلي، قيصاري د فراه د پرچمن ولسوالۍ له پخواني ولسوال داود مبارز او د اروزګان غيرې مسوول وسله وال قوماندان رحيم الله سره د ملي امنيت په عمومي رياست كې تر څېړنې لاندې دى.
هغه زياته كړې، مبارز او رحيم الله هم د ملي اردو د كومانډو ځواكونو له لوري نيول شوي دي.
د رادمنش په خبره، مبارز ملي حاكميت ته د ګواښ او له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيول شوى او رحيم الله د يو غيرې مسوول وسله وال قوماندان په توګه په اروزګان كې پوستې جوړې كړې وې، چې د خلكو د ځورونې سبب شوې وې.
د ملي امنيت عمومي رياست تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA