ads

ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 چنګاښ 1397
ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال د طالبانو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو او دوو نظامي مسوولينو په ګډون ۷۲ وسله وال مخالفين وژلي، ۳۳ تنه يې ټپيان كړي او د شپږو شكمنو كسانو په ګډون يې ۱۱ تنه نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات د توپچي او هوايي ځواكونو په ملاتړ په ننګرهار، لغمان، غزني، ميدان وردګ، اروزګان، زابل، باميان او ځينو نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA