د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په خواجه زو سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د عملياتو په مهال ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، په ياده سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا هغه مهال عمليات وشول، چې لسګونو طالبانو غوښتل د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي.
د نوموړي په وينا، د عملياتو په مهال طالبان د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شول، چې په پايله کې يې ۳۵ طالبان ووژل او ۱۳ نور ټپيان شول.
درانى زياتوي، په وژل شوو او ټپيانو كې ځينې طالب قوماندانان هم شامل دي.
د هغه په وينا، په عملياتو كې ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو د كندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند ادعا رد كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


