جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پغمان د بالاباغ د بيارغونې چارې او کاري پرمختګ له نږدې وليد.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، له نوموړي سره د دغه باغ د ليدو په مهال د هېواد لومړۍ مېرمنې او يو شمېر دولتي چارواكو ملتيا کوله.
جمهور رئيس غني هلته پر كار بوختو كارګرانو ته د بالاباغ د بيارغونې چارو د چټکتيا او نېږدې راتلونکې کې ورنه د ګټې اخيستو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې او دستور يې ورکړ، چې د دغه باغ له بيارغونې وروسته به دا كاري ډله ننګرهار ولايت ته د جلال اباد د شاهي ماڼۍ او سراج العمارت د بيارغونې لپاره ولېږي.
بالاباغ، چې ۶۳ جريبه پراخوالى لري، د شاه امان الله خان په پسرلني باغ مشهور او د امان الله خان په شخصي پيسو د ده د کورنۍ د اوسېدو او په دوبي کې د بهرنيو مېلمنو د هرکلي لپاره جوړ شوى دى، چې اوس يې د بيارغونې كار دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


